لیکوال: ایمل پښتون

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمن او د خوست د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې د پاکستان په بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي، چې له امله یې ۵ ښځې او دوه ماشومان وژل شوي دي.د دې ګلالیو په وینو دوی په پاکستان کي أمن راولي،کلا وحاشا.

دا داسي ویني دي چې ټول پاکستان به له ځان سره فناء کړي.واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، دا درېیم ځل دی، چې پاکستان په افغانستان کې دننه بریدونه کوي. پاکستاني الوتکو له دې وړاندې په پکتیا او کونړ حملې کړې وې، چې په پایله کې یې ملکي وګړي وژل شوي وو.پاکستاني سرچینو دا ادعا هم کړې ده، چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان عبدالله شاه محسود وژل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعا رد کړې او زیاتوي، د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پېښه کې په نښه کېدو ادعا کوي په پاکستان کې دی.

د تحریک طالبان پاکستان یاد شوي قوماندان عبدالله شاه محسود هم په یوه ویډیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویلي، وزيرستان کې دی او هېڅ ډول بريد پرې نه‌دی شوی.هغه زیاته کړې:”دا کومه پروپاګنډ چې خپرېږي، دا بې‌بنیاده ده، نن د روژې اوومه ورځ ده او د مارچ اته‌لسم تاریخ دی.

موږ له اوله په جنوبي وزیرستان کې فعالیت کوو، موږ هېچېرې نه یوو تللي او له سره همدې ځای کې اوسېږو. “دغه ادعا یې وار له مخې دروغ اثبات شوه.

اسلامي امارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې چې ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد دی وايي:”پاکستان باید په‌خپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وا نه‌چوي، ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه‌وي.

“زرداري چې نوی واک ته رسېدلی د روژې په مبارکه مياشت کې يې لاسونه د مظلومو ښځو او ماشومانو په وینو سره کړل، د پاکستان نوی فرعون به لوی پور پرې کړې، د ګړنګ پر غاړه ولاړ پاکستان پخپلو لاسونو کندې ته غورځول کېږي. پښتنو کې متل دی وايي: مږي ته چې خدای په قهر شي، وزر ورکړي.

په پاکستان کې د موساد نوي مامور د نتنیاهو په خوښه دلته په مظلومو او بې دفاع مسلمانانو خپله د غرور او غضب ججوره خالي کړه.

څه فکر کوي دا به هم د غزې غوندې وخوري، هېڅکله نه پاکستان د جهادي ډلو او غیورو مسلمانانو په منځ کې ایسار هېواد دی، د اسلامي لښکرو له داسې هجوم سره به مخ شي، چې د آسونو تر پښو لاندې به يې چختاړې کړي.

د حرب و ضرب ډګر ته د ښكته کېدو توان يې له نيکونو سره هم نه و، دا یې د بادارانو سټايل دی، خپله غوسه په ملکي وګړو سړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version