ار ټي عربيک رسنۍ راپور ورکړی، چې زرګونه اسرائیلیانو تل ابیب کې د حکومت پر ضد لاريون کړی او له حکومت یې غوښتي، چې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر ۷مې برید په اړه سمدستي تحقیقي کمېسیون جوړ کړي.

لاريونوالو پر دې سربېره د نتنیاهو پر حکومت د نژادي دریځونو، د قضايي نظام کمزوري کولو او د اکتوبر پېښو مخنیوي کې د پاتې راتلو نيوکې هم کړې دي.

له بل لوري بيا د اسرائيلي رژيم مشر نتنیاهو دغو پېښو کې خپل مسؤلیت ردوي او پړه پر پوځ او استخباراتو اچوي.

ياده دې وي، چې له تېرو دوه کلونو راپه دېخوا هره شنبه ورځ تل ابيب کې د حکومت پر ضد لاريونونه ترسره کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version