بنګله دېشي رسنیو خبر ورکړی، چې تېره شپه د دې هېواد په پلازمېنه ډاکه کې، لاریون کوونکو د (Prothom Alo) او ډېلې سټار (The Daily Star) ورځپاڼو دفترونو ته اور اچولی او ودانۍ یې زیانمنې کړي دي.
سرچينو وژلي، بنګلدېش کې تېره شپه حالت وروسته له هغه ترینګلی شول، چې د عثمان هادي د مرګ خبر خپور شو.
عثمان هادي د Inqilab Moncho په نامه یوه سیاسي پلټ فارم مشر و او د بنګلدېش په وروستیو تحولاتو کې یو له کلیدي غړو څخه شمېرل کېده.
نوموړی د ډسمبر په ۱۲ ډاکه کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال ټپي او تېره ورځ سنګاپور کې مړ شو.
تېره شپه زرګونو خلکو په سړکونو کې لاريون وکړ، د هغه د وژنې په اړه یې د عدالت غوښتنه وکړه او د حکومت او رسنیو پر ضد یې شعارونه وويل.
له دې لاريونونو سره تاوتریخوالی دې اوج ته ورسېد، چې لاریون کوونکو د بنګلهدېش د یو شمېر لویو ورځپاڼو پر دفترونو بریدونه وکړل او ودانيو ته یې اورونه واچول.
یاده دې وي، چې ډیری بنګلهدیشیان د عثمان هادي د وژلو پړه په هند اچوي او هند د دغه روان ناورین عامل بولي.
