د هند حکومت د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پنځو روغتیایي مرکزونو د جوړولو، په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو او د یو شمېر نورو روغتیایي مرکزونو د ظرفیت لوړولو پروژې پیل کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، هند همداراز د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې افغانانو ته د ویزو د نوي سیستم له جوړېدو وروسته، د ۲۰۰ روغتیایي ویزو په ګډون ۵۰۰ ویزې صادرې کړې دي.
ياده دې وي، چې د هېواد د روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي دا مهال هند ته په سفر تللی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روغتيايي همکارۍ لا پراخې شي.
