د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د تاجکستان د ۳۰۰۰ ټنو ساختماني، خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستې لومړۍ جوپه په نهه عرادو موټرونو کې ننګرهار ته رسېدلې.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه مرسته د تاجکستان جمهوريت سفير سعيد شريفي له لوري د ننګرهار مرستیال والي ته وسپارل شوه.

د معلوماتو له‌مخې، په دې مرسته کې د کورونو ابادۍ لپاره سيمنټ، ساختماني توکي، خېمې، کمپلې، لاسي کراچۍ، وريجې، بوره، غوړي او نور اړین توکي شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version