په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د داعش خراسان څانګې لوړ پوړی غړی عبدالمالک د خیبر پښتونخوا قمبرخېل تنګي کې وژل شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې عبدالمالک څه موده وړاندې په بلوچستان کې له پوځي عملیاتو ژوندی وتلی و، خو د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۸ مه نېټه په یاده سیمه کې د سیمه‌ییزو وسله‌والو له خوا په نښه شوی.

د خلیلزاد په خبره، عبدالمالک د داعش ډلې په جوړښت کې یو مهم غړی ګڼل کېده او د سیمې په کچه د لویو عملیاتو د همغږۍ مسؤلیت یې درلود.

خلیلزاد زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د داعش خراسان څانګې ډېری مشران په پاکستان کې د فعالیتونو لپاره خوندي شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version