د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د ننګرهار وادې کرنيز شرکت او د غوښو او لبنياتو امارتي شرکت ترمنځ د يو معياري او عصري مسلخ جوړولو هوکړه لاسليک شوه.
د دې هوکړې له مخې به ياد شرکت د ننګرهار هډې فارم په ۲۸ جريبه ځمکه نوي عصر سره سم مسلخ جوړ کړي، چې د حلالې، صحي او باوري غوښې د توليد مرکز به وي.
