د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې که په استعفا یې په اوکراین کې سوله ډاډمنېږي، تیار دی چې دا کار وکړي.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې چمتو دی په ناټو کې د غړیتوب په بدل کې استعفا ورکړي او زياته کړې یې ده «موږ باید خپله ټوله هڅه وکړو چې په اوکرایین کې عادلانه سوله رامنځته کړو».
له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر پېټ هګېست ویلي و چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب «ناشونی» دی.
له بل لوري بيا پر زیلینسکي د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکې دوام لري او نوموړی یې په اوکراین کې د جګړې عامل بللی دی.
د یادونې وړ ده چې د روسیې او امريکا ترمنځ د اوکراين جګړې د خبرو تودېدو سربېره مسکو تېره شپه پر کییف د کابو ۲۶۷ بې پيلوټه الوتکو ګوزارونه کړي دي.