د لوړو زده کړو وزارت وايي، ټاکل شوې نن د ياد وزارت له لوري د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د کورنيو او بهرنيو متخصصينو په شتون کې د اوبو نړيوال کنفرانس ترسره شي.
د سرچينې په وينا، په دې کنفرانس کې به د سرپرست حکومت د چارواکو تر څنګ کورني او بهرني متخصصین هم ګډون وکړي او د افغانستان د اوبیزو سرچینو مدیریت، ارزښت، مهار او د اوبو اړوند په نورو موضوعاتو خبرې وشي.
د یادونې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تر دې وړاندې هم ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړيوال کنفرانس رابلل شوی و، چې د ګڼ شمېر هېوادونو متخصصینو د اقلیمي بدلون حل لارو په اړه په کې خپلې مقالې وړاندې کړلې.