فزانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر امانوېل مکرون تېره ورځ یو ځل بیا سباسټین لکورنو د خپل لومړي وزیر په توګه ټاکلی.
راپور کاږي، مکرون نوموړي ته دنده سپارلې تر څو دولتي تشکیلات بېرته ورغوي.
دا په داسې حال کې ده، چې سباسټین لکورنو څو ورځې وړاندې د لومړي وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا کړې وه.
د یادونې ده، چې فرانسه له تېرو دوو کالونو راهیسې له داخلي سیاسي بې ثباتۍ سره مخ ده.
