د پاکستان پوځي رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پلازمېنه، اسلاماباد ښار کې د څلورو یا له څلورو ډېرو کسانو یوځای راټولېدل منع اعلان شوي دي.
راپور زیاتوي، چې دا اقدام د اسلاماباد د یوې قضايي ادارې له لوري د دوو میاشتو لپاره د «۱۴۴» مادې په پلې کېدو سره شوی دی.
د یاد رژیم رسنیو د قانون د دې مادې د پلې کېدو موخه د هغو کسانو مخنیوی یاد کړی چې په ناقانونه توګه راټولېږي.
