د افغانستان سترې محکمې ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړۍ ربعه کې د هېواد د محاکمو له لوري د ښځو حقونو اړوند ۴۲۳ قضیو او مواردو ته رسېدنه شوې.
د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغو قضیو کې د میراث، ملکیت او د ښځو په نوم د ملکیت سند ثبت چې مهر یې تعین شوی وي.
په دغو قضیو کې د ۳۸۹ د میراث او ملکیت، ۲۷ د میراث او مالکیت سند ترلاسه کولو او ۷ نورې هغه یې د ښځو په نوم د ملکیت سند ثبتول دي.
