د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيكو او مطبوعاتو رئيس عبدالرحیم راشد هندوکش غږ ته ویلي، چې د افغان حکومت محاکمو په تېر یوه کال کې د ابتدائیه او مرافعه محکمو په کچه د ښځو د حقونو اړوند شاوخوا ۱۴ زره او ۶۸۵ دوسیو او مواردو ته رسېدنه کړې ده.
راشد وايي، په دغو مواردو کې د ښځو د میراث او ملکیت قضیې، د میراث ترلاسه کولو او قبالې او ملکیت سندونو اخیستو په بهیر کې اسانتیاوې او د مهر په توګه د ټاکل شویو ملکیتونو د ښځو په نوم د اسنادو ثبت شامل دی.
د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيكو او مطبوعاتو رئيس عبدالرحیم راشد زیاتوي، چې محاکم د ښځو د میراث، مهر، نفقې، ملکیت او نورو شرعي حقونو د تأمین لپاره ژمن دي او اړوندې قضیې د شرعي اصولو او نافذه مقرراتو له مخې څېړي.
هغه ټینګار کوي، چې په قضایي بهیر کې د عادلانه او بېطرفه پرېکړو له لارې د خلکو د حقونو د تأمین هڅه کېږي، ترڅو حق خپل حقدار ته ورسېږي او د هیچا حق ضایع نه شي.
#هندوکشغږ


