په افغانستان کې د تېر جمهوري رژیم د پرځېدو په اړه بېلابېل لیدلوري شته، خو د هغوی له جملې یو مهم بحث او پوښتنه دا هم ده، چې دا چوکاټ ولې په افغاني ټولنه کې ځای ونه موند او له ولسي ملاتړ څخه بې برخې پاتې شو؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې جمهوریت نه یوازې په خپل جوړښت کې له ګڼ شمېر نیمګړتیاوو او د ضعف له نکاتو سره مخ و، بلکې د افغاني ټولنې له دیني باورونو سره یې هم ژور ټکر درلود او ټولنې ته یې ناخوالې راوړې.
د جمهوریت او افغاني ټولنې د دیني ارزښتونو، لیدلوري او غوښتنو ترمنځ ناهماهنګي وه. افغاني ټولنه یوه مسلمانه او پر دیني اصولو ټینګه ولاړه ټولنه ده، مګر د جمهوریت تر سیوري لاندې داسې کلتوري او ټولنیز پروګرامونه او قانوني مباحث مخته وړل کېده، چې له اسلامي ارزښتونو او شریعت سره په ټکر کې وو او په همدې اساس مؤمن او مجاهد ولس هم فاصله ترې نیول. خلکو لیدل چې د جمهوري رژیم واکمنان د لوېدیځ ټولې تګلارې خپلوي، هغه که په هر څه کې وي او په دې کې د دیني اصولو هم چندان خیال نه ساتي، نو خلکو له جمهوریته فاصله واخیسته او پردی یې وباله.
په جمهوریت کې پراخ اخلاقي او اداري فساد و. د ولسواکۍ او شخصي آزادیو تر نوم لاندې په دولتي ادارو کې رشوت اخیستل، فساد او بې عدالتي تر وروستي بریده ورسېده. عام افغان چې به محکمې یا حکومتي دفتر ته لاړ، د حق ترلاسه کولو پر ځای به له ځورونې او رشوت غوښتنې سره مخ شو. دې حالت خلکو ته دا فکر ورکړ چې جمهوریت د عدل او انصاف چوکاټ نه، بلکې د څو فاسدو کسانو د غلا او چپاول وسیله ده.
افغان ولس لسیزې د پردیو عقایدو او افکارو په ضد سختې مبارزې کړې دي، هیچا ته یې اجازه نه ده ورکړې چې پردي عقاید، ناسالم افکار او له ارزښتونو سره ټکر اصول، قوانین او نور افغاني ټولنې ته راوړي، خو جمهوري رژیم د لوېدیځ د استعمار له کبله، د لوېدیځ هر څه افغانستان ته راوړل، پرته له دې چې ارزونه وکړي او معلومه کړي چې څه ته اړتیا شته؟ آیا د لوېدیځ تمدن(!)، قوانین، اصول او نور په افغاني ټولنه کې ځای پیدا کولای شي؟ او آیا موږ د مسلمان ملت په توګه خپل ارزښتونه، تاریخ او اصول نه لرو؟ چارواکو دا او نور موارد له پامه غورځول او ولس بیا ورځ تر بلې مقابل جهت ته جذبېده.
جمهوري رژیم پر بهرنیو هېوادونو پوره تکیه کوله، چې دې چارې د رژیم اساس پر بهرنیو مرستو، پالیسیو او تحولاتو متکي کړ، خپلواکي یې ترې سلب او په کامله توګه یې د اشغالګرو جنرالانو تر قوماندې لاندې راووست. یو نظام هغه وخت د ولس باور جلبولی شي، چې خپلواک وي او ګټور تصمیمونه ونیسي. خو جمهوري رژیم خپلې مالي سرچينې، پوځي مرستې او آن سیاسي پرېکړې په لوېدیځو هېوادونو پورې تړلې وې او د پردیو راج پرې چلېده. د ادارې اختیار له بهرنیانو سره و، له همدې امله ولس د داسې حاکمیت تر شا درېدل عبث او بې ګټې ګڼل.
جمهوریت ځکه کارسازه نه و چې له افغاني جغرافیې، دیني اعتقادونو او ټولنیز جوړښت سره یې سمون نه درلود. کله چې یو جوړښت د ولس له دیني مقدساتو سره ناهماهنګ وي، فساد پکې اوج ته ورسېږي او پر پردیو متکي وي، طبیعي ده چې ولس به یې ملاتړ نه کوي. له همدې امله، د دغسې چوکاټ له منځه تلل حتمي کېږي.
ځینې شاید دا بې منطقه دلیل وړاندې کړي، چې دا هر څه د جمهوریت د چوکاټ نه، بلکې د افرادو اشتباهات، تېروتنې او یا قصدي کړنې وې؛ خو داسې نه ده! کله چې چوکاټ سالم وي، نه پرېږدي چې په دې چوکاټ کې کار کوونکي افراد د دین، ارزښتونو، علیا مصالحو، ټولنې او ولس په ضد ګامونه واخلي، حتی که څوک دا کار هم وکړي، نو داسې ښکاره کېږي، لکه پر سپینه تیکه تور ټکی. د افغانستان وروستي پنځه کاله یې څرګند مثال یادولای شو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


