د ایران د بشر حقونو د څار ډلې «حالوش» راپور ورکړی، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان، ایران او پاکستان پولې ته نږدې د سراوان په سیمه کې د سپاه پاسداران اړوند یوې ډلې باندې خونړی وسلهوال برید شوی دی.
د راپور له مخې، برید د سراوان ولسوالۍ د «بچهراهی» پولې ته څېرمه شوی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوي کسان د افغانستان او پاکستان تابعیت لرونکي وو او د سپاه پاسداران له لوري د بلوڅ سیاسي فعالانو د تعقیب او ترور لپاره ګمارل شوي وو. دغه ډله د سپاه پاسداران د دوو سیمهییزو قومندانانو، هوشنگ سوریزهی او یاسر نوشیرواني، په مشرۍ کې فعالیت درلود.
د حالوش د معلوماتو له مخې، د وژل شویو ډېره برخه هغه افغان عسکر وو چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د کابل له سقوط وروسته ایران او پاکستان ته تښتېدلي وو.
په راپور کې د وژل شویو کسانو نومونه هم یاد شوي، چې په ترتیب سره اسد، عمر، بازګل او احمد یاد شوي او دغه راز د «پهلوان» په نوم یو بل کس سخت ټپي شوی دی.
حالوش ادعا کوي چې سپاه پاسداران دغه کسان د بلوچستان د وګړو د ځپلو، د سیاسي فعالانو د ترور، د افغان کډوالو پر وړاندې د بد چلند، او د سونتوکو د قاچاقچیانو د وژنې لپاره استخدام کړي وو.
تر اوسه د دې برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو د پاکستان او ایران په پوله وسلهوال قاچاقبران، بلوڅ بېلتونپال او نورې خپلسرې ډلې فعالیت لري.