د ملي دفاع وزارت مسؤلينو د دغه وزارت د يو کلنو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو د تشریح په پروګرام کې ويلي، چې افغانستان د ۲۰ ولايتونو او ۹۰ ولسوالیو له لارې له شپږو هېوادونو سره وصل دی، چې ملي دفاع وزارت د يادو سرحدونو په تېره د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په ټولييز ډول ۱۵ سرحدي لواوې، ۹۳ کنډکونه، او ۷۶۵ سرحدي پوستې ځای پرځای کړې دي.
د دغه وزارت مسؤلين زياتوي، چې تېر کال د اوپراسیوني فعالیتونو په ترڅ کې سلګونه نقلیه وسیلې، د پام وړ سپکې او درنې وسلې، چاودېدونکي توکي، ماینونه، مخابرې، دوربینونه، موټرسيکلونه، نشه یي توکي، الکول او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د معلوماتو له مخې تېر کال څه باندې ۱۰ زره د اسلامي ملي اردو منسوبينو ته د ګډو جګړه ييزو زده کړو په قومندانۍ او ۲۳ زره نورو ته په مرکز او سيمه ييزو تعليمي مرکزونو کې بېلابېلې زده کړې ورکول شوې دي.
د ملي دفاع وزارت مسؤلين دغه راز وايي، تېر کال د عامه شتمنيو د خونديتوب په موخه ۴۱۸۶۴ بېلابېلې نقليه وسيلې، ۶۴۸۰ ميله سپکې او درنې وسلې او ۷۲۴ مخابرې د دغه وزارت په مرکزي ورکشاپونو کې ترميم شوې دي.