د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، د ياد ولايت د احمد شاه بابا نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو له دغه ولايت څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته د ۱۳۹ تاريخي سکو د قاچاق مخينوی کړی دی.

د سرچينې په خبره یاد شمېر سکې د اماني او ظاهر شاهي دورې اړوندي دي، چې د یو افغان وګړي له لوري قاچاق کېدې.

د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست همدا راز ويلي، چې یادي سکې به تر ترمیم او پاک کارۍ وروسته په کندهار موزیم کي نندارې ته وړاندې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version