د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد تکل وایي چې، ‏د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي رئيس، پير کراهنبول، د یاد وزارت له سرپرست، مولوي امير خان متقي سره کتلي او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د ښاغلي تکل په وینا، د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي رئيس په افغانستان کې د روغتيا، مصنوعي غړو جوړولو او نورو بشري برخو کې د سره صليب نړيوالې کمېټې پر فعاليتونو خبرې کړي او په افغانستان کې د راغلي امنيت او ثبات څخه يې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي متقي، د لسيزو په اوږدو کې د افغانستان له ناروغانو او معلوليت لرونکو کسانو سره د سره صليب نړيوالې کمېټې مرستې مهمې بللي او غوښتنه يې کړې چې، دغه کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

کراهنبول ويلي، چې که څه هم د ځينو هېوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو هڅې له خنډونو سره مخ کړې، دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

نوموړي، زیاته کړې ده چې، د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي، او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version