Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سره صلیب نړیواله کمېټه: پرېکړې مو د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي؛ افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو
    افغانستان

    سره صلیب نړیواله کمېټه: پرېکړې مو د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي؛ افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو

    عمران آغاعمران آغا17 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد تکل وایي چې، ‏د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي رئيس، پير کراهنبول، د یاد وزارت له سرپرست، مولوي امير خان متقي سره کتلي او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

    د ښاغلي تکل په وینا، د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي رئيس په افغانستان کې د روغتيا، مصنوعي غړو جوړولو او نورو بشري برخو کې د سره صليب نړيوالې کمېټې پر فعاليتونو خبرې کړي او په افغانستان کې د راغلي امنيت او ثبات څخه يې خوښي څرګنده کړه.

    ښاغلي متقي، د لسيزو په اوږدو کې د افغانستان له ناروغانو او معلوليت لرونکو کسانو سره د سره صليب نړيوالې کمېټې مرستې مهمې بللي او غوښتنه يې کړې چې، دغه کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

    کراهنبول ويلي، چې که څه هم د ځينو هېوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو هڅې له خنډونو سره مخ کړې، دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

    نوموړي، زیاته کړې ده چې، د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي، او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ورکړي.

    مخکینۍ مقالهلوګر کې ۳۰ نوي کانونه تثبيت شوي دي
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو دېره اسماعيل خان کې د پوځ يو زغروال ټانګ په ماين الوځولی

    مربوطه لیکنې

    د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

    21 مارچ 2026

    د پاکستان پوځي رژیم له خوا د اوربند نقض؛ کونړ کې یې افغان روغتیاپالان په نښه کړي

    19 مارچ 2026

    د مصر الازهر پوهنتون کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم بريد ښکاره جنايت بللی

    18 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 مارچ 2026

    ټرمپ د ۳۰ ورځو لپاره د ایران پر نفتو بندیزونه لرې کړي

    نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ‏په نړۍواله کچه د نفتو بیو تر لوړېدو وروسته، د…

    ناټو وایي، له عراق څخه یې خپل ځواکونه ایستلي دي

    21 مارچ 2026

    د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

    21 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ټرمپ د ۳۰ ورځو لپاره د ایران پر نفتو بندیزونه لرې کړي

    21 مارچ 2026

    ناټو وایي، له عراق څخه یې خپل ځواکونه ایستلي دي

    21 مارچ 2026

    د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

    21 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،125 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.