شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp هندوکش غږ ته له پښتونخوا څخه سرچينو ويلي، چې پاکستاني طالبانو د دېره اسماعيل خان ولایت د کلاچې ولسوالۍ، لوني پل سیمه کې د پاکستان حکومت پوځي کاروان د ماین او کمین ښکار کړ، چې په ترڅ کې یې د پوځ یو زغره وال موټر او یو ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ شوي او پکې سپاره ۷ پوځي عسکر ځای پرځای وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.د سرچینو په وينا، پاکستاني طالبانو یاد برید د دوی د قومندان او د دېره اسماعیل خان د والي، ثاقب ګنډاپور د غچ د اخيستلو په لړ کې ترسره کړی دی.ياده دې وي، چې د دېره اسماعيل خان ولايت لپاره د پاکستاني طالبانو والي يوه ورځ وړاندې د پوځ په يوه چاپه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ایران د مذهبي مشر سلاکار، محسن رضایي: د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې مهمه برخه د ایران کنګل شویو شتمنیو ازادول دي6 جون 2026