د سرپل ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په سانچارک او سوزمه قلعه ولسوالیو کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اووه شبکو د جوړولو چارې پيل شوې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په دغو شبکو کې د ۷ حلقه څاګانو کیندل، د پاکو اوبو د اووه ذخیرو جوړول، د ۳۹،۶ کیلو مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۲۲۰ شیردهنونو او ۲۵۴ سولر تختو نښلول شامل دي.
وزارت زیاتوي، چې د دغو شبکو د چارو په بشپړیدو سره به د یادو ولسوالیو ۲۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.