پولیټیکو امریکایۍ وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېټ د دغه هېواد د سمندري ځواکونو قومندان جان هریسون له دندې ګوښه کړی دی.
راپور کې هریسون مهم پوځي قومندان او سلاکار بلل شوی او زیاته شوې، چې نوموړي د امریکا د سمندري ځواکونو په جوړښت کې مهم بدلونونه رامنځته کړي وو.
د امریکا د جګړې وزارت دوه اوسنیو او یوه پخواني چارواکي ویلي، چې د جان هریسون پر ځای د سمندري ځواکونو پخوانی مرستیال هونګ کائو ټاکل شوی دی.