د عرب نيوز رسنۍ د راپور له مخې د سعودي عربستان د حکومت کابینې یو نوی قانون تصویب کړ، چې له مخې به یې بهرني وګړي وکولای شي د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له میاشتې څخه وروسته د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ملکیتونه واخلي.
سرچينه وايي، د سعودي د ښاري پراختیا او استوګنې وزیر «ماجد بن عبدالله الحقيل» دا پرېکړه د دغه هېواد د ملکیتونو په سکتور کې د اصلاحاتو یوه مهمه مرحله بللې او په وينا یې موخه یې د بهرنیو پانګوالو جلب، او د ویژن ۲۰۳۰ اهدافو ته رسېدل دي.
بهرنيو اتباعو ته په سعودي عربستان کې د ملکيت اخيستو له پرېکړې سره به بهرني اتباع وکولای شي چې په ریاض، جده او ځینو نورو ټاکل شوو سیمو کې ملکیتونه واخلي؛ خو مکې مکرمې او مدینې منورې ته ځانګړي شرایط وضع شوي دي.
سرچينه همدا راز زياتوي چې د یاد قانون د تطبیق جزئيات به د قانون له خپرېدو وروسته په ۱۸۰ ورځو کې د «استطلاع» په نوم له يوه پلاټفورم خپاره شي.