د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې د روانې میلادي میاشتې (اګسټ) له لومړۍ نېټې څخه به د اروپا او مکسیکو پر وارداتي توکو ۳۰ سلنه تعرفه وضع شي.

د راپورونو له‌مخې، نوموړي ګواښ کړی که دغه هېوادونه ځوابي اقدام وکړي، نو تعرفې به لا لوړې کړي.

ورته مهال د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون‌درلاین دغه پریکړه «نامناسبه» بللې، او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام به د امریکا او اروپا ترمنځ سوداګري لا نوره زیانمنه کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه په دې اړه د ټرمپ له حکومت سره د خبرو دوام ته چمتو ده؛ خو که اړتیا شي مناسب ځوابي اقدام به هم وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version