د سلووینیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد د لومړي اروپايي هېواد په توګه صهیونیستي رژیم ته د وسلو صادرات بندوي او تر دې وروسته له یاد رژیم سره هیڅ راز تسلیحاتي راکړه‌ ورکړه نه‌کوي.

سلووینیایي چارواکو ویلي، دا پرېکړه د نړیوال فشار د یوې برخې په توګه شوې او موخه یې د صهیونیستي رژیم د جنګي جنایتونو مخنیوی دی.

د سلووینیا حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو، که اروپايي ټولنه د صهیونیستي رژیم پر وړاندې اقدام ونه‌کړي، نو دوی به په خپلواکه توګه اقدام وکړي.

سلووینیایي چارواکو همداراز ویلي، چې په راتلونکو اونیو کې به د صهیونیستي اشغالګر رژیم پر وړاندې نور اقدامات هم ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version