شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp بلومبرګ خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا له خوا پر هندي وارداتي توکو د ۲۵ سلنه تعرفې تر اعلان وروسته نوی ډهلي د امریکا پرمختللو F-35 جنګي الوتکو د اخیستو لېوالتیا نهلري.راپور زیاتوي هند هڅه کوي، له امریکا څخه د طبیعي ګازو، مخابراتي وسایلو او سرو زرو واردات زیات کړي، تر څو له واشنګټن سره یې اقتصادي اړیکې خوندي او د لا نورو ترینګلتیاوو مخنیوی وشي.د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان ۲۰۲۵ کال په پیل کې سپینه ماڼۍ کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدنه کې د پنځم نسل F-35 جنګي الوتکو د پلور وړاندیز کړی و؛ خو هندي چارواکو ټینګار کړی چې د دوی لومړیتوب دفاعي ځانبسیاینه، د داخلي تولیداتو پیاوړتیا او د هند په خاوره کې ګډو دفاعي پروژو پراختیا ده.د ویلو ده، چې د امریکا ساخت F-35 جنګي الوتکې له رادر څخه د پټېدو وړتیا په درلودلو سره د نړۍ پرمختللې جنګي الوتکې بلل کېږي، چې د ایران-اسرائیل په تېره ۱۲ ورځنۍ جګړه کې هم وکارول شوې.
د سکاټلنډ لومړی وزير جان سوييني: پر غزې د اسرائيل بريدونه ښکاره نسل وژنه ده او انکار ترې نه شي کېدای3 اگست 2025