د سمنګانو د چاپېريال ساتنې رياست وايي چې د ياد ولايت د خلم ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په همکارۍ یې په خلم ولسوالۍ کې شل تنه د مرغانو د ښکار په تور نيولي دي.

د ياد رياست په وينا دغو ښکاریانو ۲۰ کوترې، ۱۰ مرغۍ، ۱۰ مړزان او ۵۰ نور بېلابېل د ساتنې وړ الوتونکي ښکار کړي او نيولي وو.

د سمنګانو د چاپيريال ساتنې رياست په وینا امنيتي ځواکونو ښکار کوونکي د ښکار له وسايلو سره يوځاى د خلم ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته بيولي او د هغوى له منګولو يې ٨٠ مرغان ازاد او هوا ته یې خوشې کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د وحشي حیواناتو او مرغانو ښکار منع ګرځول شوی او په بېلابیلو ولايتونو کې په يادونو جرمنو ډېر شمېر کسان نيول شوي او تر ډېره بريده د ښکار مخه نيول شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version