المرصاد رسنۍ خبر ورکوي چې د خپلو معتبرو او مؤثقو امنیتي سرچینو پر مټ یې هغه لیست ته لاسرسی موندلی، چې د روان ٢٠٢٤ز کال د جولای په ١٠مه نېټه د داعش ډلې له یوې مهمې شبکې څخه د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ترلاسه شوی او په پاکستان کې د داعشيانو لپاره مطلوب اشخاص پکې په نښه شوي دي.
د المرصاد رسنۍ په خبره ياد لیست له هغې شبکې ترلاسه شوی چې په دې وروستیو کې د سیمې په کچه د داعشیانو په یوه مهم پټنځای کې د وسلو او مهماتو سره نیول شوې وه.
المرصاد زياتوي چې په لېست کې د جمعیت علماء اسلام څخه په نښه شوي کسان مفتي کفایت الله په ملاکنډ کې د جمعیت علماء اسلام مسؤل،حافظ حمدالله د جمعیت علماء اسلام د رهبري غړی، مفتي صادق د جمعیت علماء اسلام غړی، کرمه اجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام مشر مولوي محمد انوار، شمالي او جنوبي وزیرستان کې د جمعیت علماء اسلام غړی مولانا حفیظ الله نظامي، او بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام غړی ایډووکېټ کامران مرتضی دي.
همدرانګه المرصاد زياتوي چې په نښه شويو کسانو کې منظور پښتین، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، نور باچا د بلوچستان لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مسؤل، نور الله ترین، د سِند صوبې لپاره د پي ټي ایم مسؤل، زکیم خان وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، (د يادولو ده چې د ګیله من پښتین نوم هم په ياد ليست کې و چې نوموړی څه موده وړاندې ووژل شو) قاسم اچکزی، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، لطیف وزیري، بادشاه پشتین، او پاکستان کې د ملي ډموکراټیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان مخکنی غړی محسن داوړ هم شامل دي.
د المرصاد په خپاره کړي لېست کې محمود خان اڅکزی، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، ماهرنګ بلوڅ چې د پاکستاني رژیم پر ضد د بلوڅانو مظاهرو کې مخکښه څېره ده، ډاکټر سمیع الدین، او سردار اختر مينګل هم دي چې د داعش ډلې له لوري په نښه شويو کې شامل دي.
د يادونې وړ ده چې د دې لېست له خپرېدو څو ورځې وړاندې د داعش ډلې نيول شويو غړو هم په خپلو اعترافاتو کې د خپلې استوګنې او حمايې ځای پاکستان ياد کړی دی.