د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې امریکايي ځواکونو تېره شپه د ایران پر یو شمېر پوځي هدفونو تازه هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د سنټکام په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران د قوماندې مرکزونه، د هوايي دفاع سیستمونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو اړوند وړتیاوې او د ساحلي څارنې تاسیسات په نښه شوي، ترڅو د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو او د هغوی پر عملې د ایران د ګواښ وړتیا نوره هم راکمه شي. په دغو عملیاتو کې دقیق هدفي مهمات کارول شوي او د بندرعباس په ګډون په څو سیمو کې هدفونه ویشتل شوي دي.
سنټکام زیاته کړې چې نن سهار یې د ۹۰ دقیقو عملیاتو په ترڅ کې د لوی تنب (Greater Tunb) ټاپو کې د ایران د ساحلي دفاع او کروز توغندیو مرکزونه هم په نښه کړي دي.
بلخوا ایران هم ادعا کړې، چې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د «نصر ۲» او «صاعقه» عملیاتو پر مهال په کویټ او اردن کې د امریکايي ځواکونو ځینې مهم پوځي هدفونه په نښه کړي دي.


