په دوحه کې د افغانستان سفیر، محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د جرمني له شارژدافیر رولف ډیټر رینهارډ سره کتلي.
دوحه کې د افغانستان سفارت وایي، دې ناسته کې پر روانو سیاسي حالاتو، دوه اړخیزو اړیکو، د پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو په ستونزو او بشري مرستو خبرې شوې دي.
