‏په قطر کې د افغانستان سفیر، محمد سهیل شاهین د دغه هېواد د ښاروالۍ وزیر عبدالله بن حمد بن عبدالله العطیه سره کتلي.

په قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، دې لیدنه کې دواړو لوريو د کابل او دوحې د ښاروالیو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لوریو د سړکونو جوړولو او بیارغونې، د هوایي او ځمکنیو پلونو جوړولو، د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو هم خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version