د صنعت او سوداگرۍ وزارت مسوولین وايي، د دغه وزارت د چارسمبالي وزیر په مشرۍ د بېرته راگرځېدونکو سوداگرو او صنعت‌کارانو د تنظیم او د هغوی لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ځانگړې کمېټه جوړه شوې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې کمېټې د کړنلارې له مخې، د بېرته راگرځېدونکو سوداگرو او صنعت‌کارانو د شمېرې د کره‌کولو او همدارنگه د درې تنو راستانه شوو صنعت‌کارانو اسناد څېړل شوي او په اړه یې پرېکړه شوې ده.: «د ناستې په وروستۍ برخه کې د درېیو تنو بېرته را ستنو شوو درېیو تنو صنعت‌کارانو اسناد د اړونده چک لېست په اساس ترتیب او وارزول شول، د کمېټې غړو له دغه صنعت‌کارانو څخه د جوړ شوي چک لېست مطابق د هغوی د پانگې، د فعالیت د سکتور، د فعالیت د بڼې او پانگونې د کچې، ماشین آلاتو، د کارکوونکو د شمېر او د هغوی د تولیداتو د خرڅلاو د بازارونو په اړه معلومات وغوښتل. د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته، د دوی اړوند اسناد د کمېټې د غړو له خوا ومنل شول او د تایید لپاره د کډوالو شکایتونو ته د رسېدنې اړوند کمېسیون ته راجع شول.»

په ایران او پاکستان کې لا هم مېلیونونه کډوال مېشت دي، چې په دې کې ځینې پانگه‌وال هم دي او په یادو هېوادونو کې یې د مېلیونونو ډالرو پانگونه کړې ده.
تېره میاشت ایراني رسنیو ویلي وو، چې په ایران کې تر ټولو ډېره پانگونه افغان پانگه‌والو کړې، چې تر درې مېلیارده ډالرو پورې رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version