د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، د ښاروالۍ له لوري د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په لگښت د درېیو پراختیايي پروژو کارونه بشپړ او گټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هرات ښاروال نعمت الله حسن وايي، په یادو پروژو کې د سړکونو، کانالونو او پلونو جوړول شامل وو.: «له فراغې سيمې څخه تر کارېزک سيمې پورې د څلور نيم کيلومتره په اوږدوالي د دوه طرفه سړک چارې د څه باندې ۷۶ مېليونه افغانيو په لگښت بشپړې شوې دي.»
د حسن په خبره، د فراغې سیمې د شمال او سوېلي لارو د غځولو پروژه له اوو میاشتو وروسته بشپړه شوې ده. دی وايي، په يادو پروژو کې د کارېزک پل او د هغې کانالونه هم شامل دي، چې د دغو درېيو پروژو لگښت ١٢٠ مېليونه افغانۍ دى.
د هرات ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د ښاروالۍ له لوري گڼې رغنیزې پروژې پیل شوې، چې ځینې به یې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.