‏د سوریې مالیې وزارت اعلان کړی چې راتلونکې میاشت به د وزارتونو د اداري جوړښت تر بشپړولو وروسته، د ډېرو دولتي کارکوونکو معاشونه تر څلور برابره زیات کړي، ترڅو د اغیزمنتیا او مسولیت منلو کچه لوړه شي.

دغه زیاتوالی چې اټکل کېږي شاوخوا ۱۲۷میلیونه ډالر لګښت به ولري، د دولتي سرچینو، سیمه‌ییزو مرستو او کنګل شوې شتمنۍ له ازادولو څخه به تمویل شي.

د يادونې ده چې سوريه کې د تحريرالشام غورځنګ له بريا او د بشارالاسد رژيم له ړنګېدو سره سمدستي بېرته ټولو دولتي ادارو او سازمانونو په فعاليت کړی او چارې یې په عادي ډول روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version