د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی، چې سوریې په ملګرو ملتونو کې د عرب هېوادونو اتحاديې د دې دورې مشري ترلاسه کړه.

ملګرو ملتونو کې د سوریې دايمي استازولۍ په خپله ایکس پاڼه ليکلي «سوریه ویاړي چې ملګرو ملتونو کې د عرب هېوادونو مشري پر غاړه اخلي.»

ملګرو ملتونو لپاره د سوریې دایمي استازي، ابراهیم علبي ويلي، چې دا د سوریې لپاره د وياړ خبره ده او په وينا يې د غړو هېوادونو په همکارۍ به خپلو چارو ته دوام ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د عرب هېوادونو د اتحاديې موخه دا ده چې د ملګرو ملتونو د اجنډا پر سیاسي، بشري، حقوقي او پراختیايي موضوعاتو د يادو هېوادونو دریځونه همغږي او یو موټی کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version