په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، خپلو فعالیتونو ته د پخوا په څېر دوام ورکوي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې کاتارینا ريټنز د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدنه کې ویلي، سره صلیب په افغانستان کې اوږده مخینه لري او په بېلابېلو برخو کې یې خدمات وړاندې کړې دي.

ریټنز ویلي، سره صلیب د ماین پاکۍ، خوراکي توکو، درملو، اوبو رسونې او روغتیا په برخه کې کار کړی او لا هم ژمن دي چې په یادو برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.: «اوسمهال هم د ظرفیت لوړونې او روزنې به برخه کې یو لړ پروژې تر لاس لاندې لرو، چې د حکومت په همغږۍ یې مخته وړو.»په دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت ورسره بشپړ همکارۍ ته چمتو دی.

په تېرو دوو کلونو کې ځینو بهرنیو نړیوالو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه د لنډمهاله لپاره ودرول؛ خو اوسمهال د نړیوال بانک سربېره گڼو نړیوالو بنسټونو افغان حکومت ته ژمنه ورکړې چې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version