ګڼ شمېرناروغان چې له هیواده ګاونډي پاکستان ته د درملنې په موخه ځي، له تورخم بندره د تېرېدو پرمهال د پاسپورټ او ویزې په نامه له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ کیږي.
بل لور ته د تورخم پولې چارواکي وايي چې، د پاکستان او سرپرست حکومت چارواکي پر دې سلا شوي دي، چې له عاجلو ناروغانو سره به د پاسپورټ او ویزې د نه درلودلو په صورت کې له نرمي څخه کار اخلي.
د ننګرهار ولایت یوتن اوسېدونکی حاجي عصمت الله د پېښور دولتي روغتون لېډي ریډینګ ته خپل زوی د معدې ناروغي د درملنې لپاره ورغلي، نوموړي تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې زوی یې کرۍ ورځ په سخت درد کې د تورخم پر دروازه په لیکه کې په ولاړو تېره کړه((د ټولې ورځې تر انتظار وروسته د شپې مهال پاکستان ته واوښتو، ټیکسيوان رانه تر روغتون پورې دوه چنده روپۍ غوښتې.))نوموړي، بله دا ستونزه په ګوته کړه چې، د پاکستان د دریو میاشتو ویزه په افغانستان کې څوک لګوي نو درې څلور سوه ډالره او په شپږ میاشتنۍ ویزه باندې له زرو څخه تر د پنځلس سوو ډالرو پورې لګښت راځي: نو افغانانو لپاره د پاکستان تر ویزې د امریکا ویزه په اسانه لګېږي.
او بله دا چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په کورنۍ کې که کوم مړی وشي نو کله چې د هغه جسد افغانستان ته وړل کېږي، نو هغوی بیرته نه شي راتلای او که راځي نو له ډېر زیات مشکل سره مخامخ کېږي او مصرف پرې ډېرزیات راځي، او کله کله خو د ایران د تفتان له لارې پاکستان ته راځي.
حاجي عصمت الله په پاکستان کې جوړېدونکي حکومت څخه هیله څرګنده کړه، ګوندې افغان ناروغانو لپاره په یوه میکانیزم کار وکړي چې درملنه یې وشي او د دوی غم وخوري.په پېښور کې د دولتي روغتون لېډي ریډینګ ویاند وایي: ((پخوا چې افغانان دلته مېشت وو نو د ورځې به له درې سوو تر څلور سوو ناروغان د درملنې لپاره زموږ روغتون ته راتلل خو اوس دغه شمېره یونیم سل او دوو سووته راټیټه شوې ده او په دغه کې نیمايي ناروغان هغه وي چې په پېښور کې مېشت وي او نیمایي یې هغه وي چې له افغانستانه راځي نو اوس د افغان ناروغانو شمېر راټېټ شوی. ))
بلخوا د تورخم پولې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې کوم سخت ناروغه وي او افغان چارواکو ورته ټوکن (پارچۍ) ورکړې وي نو دوی يې هم هغه وخت پرېږدي.دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان او افغانستان دوستي په نوم په تورخم دروازه کې یو روغتون جوړ شوی وو چې د ناروغانو معاینات به يې کول او چې کوم سخت ناروغان به وو هغه به یې له اسنادو پرته پاکستان ته د درملنې لپاره پرېښودل خو د تورخم پولې یوچارواکي په وینا چې غوښتل يې نوم يې وانخستل شي وویل، اوس دغه روغتون هغه شان نه دی پاتې.
هغه وايي، یوازې دوه درې ډاکټران پکې پاتي دي چې هغه هم د سرپرست حکومت چارواکو لخوا ورکړل شوي، پارچې یا ټوکن هم ګوري او له دې سره سره نور ناروغان هم ګوري که ضروري وي نو بې له اسنادو مریضان پرېږي.