د فلسطین قضیه د اسلامي اُمت پر سینه هغه پرهر دی چې وینې یې لا هم څاڅي؛ دا هغه قضیه ده چې نه د وخت په تېرېدو زړېږي او نه هم د نړیوالو قدرتونو په معامله له منځه ځي. یاده قضیه یوه سیاسي شخړه نه ده بلکې د اسلامي اُمت د دین، عقیدې، تاریخ او وجدان ازموینه ده. د غزې لپاره د ډونالډ ټرمپ طرحه یعنې «د سولې بورډ» هغه څه نه دي چې د فلسطین مظلوم ولس اړتیا ورته لري، بلکې هلته د فعالو خوځښتونو د بې وسلې کولو، د یرغل د رسمي کولو او مشروعیت ورکولو، د اُمت د دیني قضیې د پلورلو او د ظلم د اوږدولو نوې بڼه ده.
د پاکستان پوځي رژیم په یاد بورډ کې ګډون د فلسطیني ولس په خیر تعبیروي؛ خو دا ادعا نه له دیني اړخ او نه هم له سیاسي واقعیت سره برابره ده. کله چې د پاکستان دننه رښتیني دیني علماء، مذهبي خوځښتونه او عام خلک د دې ګډون مخالفت کوي، دا پخپله له دیني او سیاسي پلوه د یاد اقدام مشروعیت له منځه وړي. د پاکستان په داخل کې د مجلس وحدت المسلمین مشر علامه ناصر عباس، سناتور مشتاق او ګڼو نورو مشهورو څېرو دا اقدام په کلکه غندلی دی او دا ګام یې د اُمت پر ضد بللی دی، له دې ښکاري چې د سولې په بورډ کې دا ګډون د پاکستاني ولس رایه او اجماع نه ده، بلکې د واکمنې کړۍ د محاسبې زېږنده ده.
سیاسي واقعیت ښيي چې د سولې په نوم جوړ شوی بورډ د غزې د مظلوم ولس په خیر نه دی، بلکې د اسرائیلو د امنیت ساتلو لپاره دی. کله چې د فلسطیني خوځښتونو د بې وسلې کولو، د مشروع دیني مقاومت د مهارولو د اسرائیلي یرغل د دوام خبرې د سولې په نوم مطرح کېږي، نو دا په اصل کې د سولې بورډ نه، بلکې د فلسطین پر وړاندې د اسرائیلي تېري د دوام دسیسه ده.
د پاکستاني کرایي پوځ تاریخي سابقه د دې تزویر تر ټولو قوي شاهد او عملي دخیل اړخ دی. فلسطیني ملت لا هم د ۱۹۷۰م کال د «تور سپټمبر» هغه درد نه دی هېر کړی چې د پاکستاني کرایي پوځ له لوري ورته رسېدلی و. د یاد کال د سپتمبر په میاشت کې د پاکستان د پوځي رژیم افسرانو، د اردن له پاچا ملک حسین سره یو ځای د فلسطیني مقاومت او مظلوم ولس پر ضد اوږه په اوږه عملیات ترسره کړل، په یادو عملیاتو کې د پاکستان پوځي رژیم افسرانو ډېره فعاله ونډه درلوده او په نتیجه کې یې پنځه ویشت زره مظلوم فلسطینان شهیدان کړل.
د فلسطینانو پر ضد د تور سپټمبر له عملیاتو وروسته د اردن پاچا پاکستاني جنرال ضیاءالحق ته د خپل هېواد تر ټولو لوړ نښان د تحفې په توګه ورکړ، ځکه په دې عملیاتو کې ضیاءالحق د اسرائیلو او اردن د پاچا لپاره د فلسطین پر وړاندې ښه جاسوسي او ښه قتل عام ترسره کړ، د سپټمبر د تورو عملیاتو په هکله اسرائیلي جنرال موشه دایان وایي، «حسین په ۱۱ ورځو کې دومره فلسطینیان له منځه یووړل، چې اسرائیلو په شلو کلونو کې هم له منځه نشوا وړلای». په یادو وژنو کې ضیاءالحق عملاً دخیل و.
لکه څرنګه چې پاکستاني پوځ په ۱۹۷۰م کال کې په عملي توګه د فلسطیني مظلوم ولس په قتل عام کې شریک و او پخوا یې هم د اُمت پر دیني قضیه معامله کړې وه، همدا کرایي پوځ د خپل مخکیني دریځ پر اساس، نن ورځ هم د امریکا او اسرائیلو د ستراتیژیکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اُمت د قضیې پر سر هر ډول معاملې ته تیار دی. همدا کرایي يوځ د سیمې او نړۍ په سطحه د مسلمانانو پر ضد د امریکا او غرب لپاره نیابتي جګړه ترسره کوي.
په پایله کې ویلای شو چې د سولې بورډ کې د پاکستان ګډون او د اسرائیلو رضایت د یوې معاملې دوه اړخونه دي. دا معامله د فلسطینیانو پر حق او د اسلامي اُمت پر عزت پښه ایښودل او د اسلامي تاریخ تر ټولو توره پاڼه ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
