شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا کې د واورو او توپانونو له امله نږدې ۲۰۰ میلیونه کسان له ګواښ سره مخامخ دي.د دغو توپانونو او واورو له امله د امريکا له ۲۰ څخه په زیاتو ایالتونو کې بېړنی حالت هم اعلان شوی دی.راپور کاږي، چې توپانونه له درنو واورو او بادونو سره مله او دا مهال په چټکۍ د امریکا واشنګټن ډي سي، نیویارک او بوسټن ښارونو پر لور روان دي.د یادونې ده، چې د دغو تاریخي توپانونو له امله یواځې نن (یکشنبه) پر ۶۰۰ زرو امریکایانو برښنا پرې شوې او شاوخوا لس زره الوتنې لغوه شوې دي.