د نړیوالو اړیکو د معاصرې تیورۍ له مخې هر نوی سیاسي نظام له بهرنیو دولتونو سره د انکار له مرحلې څخه شروع کوي؛ د تماس، تعامل او بلآخره د رسمیت پېژندنې پړاوونه وهي. افغان حکومت په ۲۰۲۵م کال کې د تعامل له پړاو څخه وتلی او د رسمیت پېژندنې په پړاو کې قرار لري، چې د سیاست په ډ‌ګر کې لوی دیپلوماتیک تحول بلل کېږي.

د افغان حکومت د کابینې د غړو، ۹۹ بهرني سفرونه د «فعالې» دیپلوماسۍ څرګنده نښنه ده؛ په نړیوال سیاست کې دیپلوماسي یوازې د سفارتونو پرانیستل نه دي، بلکې دومداره حضور، مستقیم تماس او د باور جوړونه ده، هغه څه چې افغان حکومت په عملي ډول وړاندې کړل.

د روسیې له خوا د رسمیت پېژندنې د بهیر پیل، په تېر ۲۰۲۵م کال کې د افغان حکومت لپاره تر ټولو ستر دیپلوماتیک پرمختګ و. د روسیې له خوا د رسمیت پېژندنې جرأتمندانه اقدام له ځان سره لوی سیاسي پیغام لري، هغه دا چې یو مهم نړیوال لوبغاړی د افغانستان د حاکم نظام د دوام واقعیت منلی دی.

له هند سره د اړیکو پراخېدل، دغه هېواد ته د بهرنیو چارو د وزیر سفر او د هند له لوري په نوي دهلي کې د افغان حکومت د نوي سرپرست سفیر منلو دا وښوده چې افغان حکومت د سیمه‌ییزو رقابتونو قرباني نه دی، بلکې د متوازن سیاست ماهر او خپلواک لوبغاړی دی.

د ایران او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغان حکومت د امنیتي، اقتصادي، سیاسي، دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو پرمختګ د متوازن سیاست او فعالې دیپلوماسۍ څرګنده نښه ده؛ په یادو هېوادونو کې د افغاني اتباعو لپاره د افغان حکومت له لوري د پراخو کونسلي خدماتو وړاندې کول، د واقعیت په توګه د افغان حکومت منل دي او دا پرمختګ د پشپړې انزوا د نظریې کامل او عملي رد دی.

د نصیر اندېشه او ورته نورو څېرو انتقادي او غیر منطقي څرګندونې باید د دیپلوماتیکو واقعیتونو په رڼا کې وارزول شي، نه د سیاسي حساسیتونو پر بنسټ؛ د اندېشه دریځ د واقعیت منلو پر ځای د لاسه وتلي موقف له امله د پیدا شوې عُقدې څخه سرچینه اخلي.

اندېشه باید پوه شي چې د بندیزونو پر ځای پاتې کېدل یو سیاسي بهیر دی چې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي؛ دا چې نړۍ له افغان حکومت سره د خبرو مېز نه دی پرې ایښی، همدا پخپله د بري نښه ده او څرګندوي چې د پرمختګ لار خلاصه ده.

اندېشه د شخصي ګټو د ساتلو په موخه د افغانانو پر سر د هرې معاملې لپاره تیار دی، هغه پر نړیوال سټیج د افغان ولس پر ضد هر ډول تحریف شوي معلومات وړاندې کوي؛ نوموړی نه د افغانستان استازی دی او نه هم د افغان ولس حقیقي انځور وړاندې کولای شي.

افغانستان، د افغان حکومت د پرلهپسې هڅو په پایله کې د سیمې او نړۍ په کچه یو مطرح او د پام وړ هېواد ګرځېدلی، خو د دې ټولو پرمختګونو سربېره د افغان ملت مخالفین د ستاینې پر ځای د پردیو شومو موخو ترلاسه کولو او شخصي ګټو د تأمین لپاره ناسم معلومات خپروي او د افغانستان پر پرمختګونو سترګې پټوي.

مخالفین د افغان حکومت له امنیتي، سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنو څخه په ډېره سپین سترګۍ انکار کوي، د ولس د تېر ایستلو په موخه په هره برخه کې د خپلې نا اهلۍ او تېرو جرایمو د پټولو لپاره د عامه اذهانو د مغشوشولو هڅې کوي، خو افغان ولس اوس مخالفین ډېر ښه پېژندلي او هېڅکه به یې د شومو اهدافو ښکار نه شي.

۲۰۲۵م کال په ټولو برخو کې د افغان حکومت لپاره له بریاوو او لاسته راوړنو ډک کال و، خو د افغان ولس د شعوري مخالفینو لپاره په هره برخه کې د ناکامۍ کال بلل کېدای شي. په دې کال کې، پر شعوري مخالفینو د مجازي فعالیت دایرې تنګې شوې او په هغو هېوادونو کې چې پخوا یې د افغان ولس پر ضد فعالیت ترې کاوه، په تدریجي توګه وشړل شول او لاهم دغه شړل جریان لري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version