د سوېډني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په مرکزي ښار «اوپسالا» کې د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

راپورونه کاږي، پېښه د اوپسالا ښار د «والپورګیس» په نوم د یوې پسرلنۍ مېلې پر مهال رامنځته شوې ده.

د یادې پېښې د انګېزې او د بریدګر د هویت په اړه څه نه‌ دي ویل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version