عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوډان کردفان ایالت الفوله ښار کې پر یوې جنازې ډرون برید شوی، چې په ترڅ کې یې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

د برید مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی؛ خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو تر شا د امارت پلوه ملېشو ښکېلتیا په ډاګه شوې ده.

سودان کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د امارت پلوه ملېشو (غوڅ ملاتړ غبرګون) او د سوډان دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د دغې جګړې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي، میلونونه نور بې‌ځایه او د سوډان نږدې نیمایي نفوس له قحطۍ سره مخامخ شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version