د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د سوډان په «الفاشر» ښار کې د متحده عربي اماراتو له ملاتړ څخه د برخمنې ډلې (چټک ملاتړ ځواکونو) په بریدونو کې ۳۲ تنه عام وګړي وژل شوی او ۴۰ نور ټپيان دي.

ځايي سرچینو ویلي، چې د یادې ډلې وسله‌والو لومړی پر ښځو جنسي تېری کړی او بيا يې پرې ډزې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې، د سوډان په کورنۍ جګړه کې، چې له تېرو څو کلونو راهیسې پیل ده، لسګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version