د ایران د سپاه پاسداران ویلي، چې پر سعودي عربستان د بې پيلوټه الوتکو وروستی برید له ایران سره هېڅ تړاو نه لري او ریاض باید د برید اصلي سرچینه وپلټي.
تر دې وړاندې د سعودي دفاع وزارت ویلي وو، چې ریاض او ختیځه سیمه کې یې ۱۰ بې پيلوټه الوتکې ویشتلي دي.
په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا داسې ډرونونه تولید کړي چې د ایران «شاهد-۱۳۶» په څېر دي او د همدغو ډرونونو پر مټ عربي هېوادونو کې پر اهدافو بریدونه ترسره کېږي.
