ايران بالعربيه راپور ورکړی، چې شاوخوا ۳۰ هېوادونو ایران ته وړاندیز کړی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تېرېدو په موخه دوه اړخیزې هوکړې لاسلیک کړي؛ خو ایران وایي، چې دا لاره یوازې د دښمنو هېوادونو پر مخ تړل شوې ده.
د سرچينې په خبره، ایراني چارواکو ټینګار کړی چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د هرمز تنګي د مدیریت لپاره نوی طرز العمل جوړ کړي.
د معلوماتو له مخې، ايراني چارواکو ويلي، چې د نوي طرزالعمل پر بنسټ به یواځې هغه کښتۍ د تېرېدو اجازه ولري چې په خپلو سوداګریزو معاملو کې د ډالرو پر ځای له چینایي یوان څخه کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ییزې جګړې له امله د تېلو او خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او نړیوالو د دغه کړکېچ د کابو کولو لپاره بېړني اقدامات پیل کړي دي.
