سي اين‌ اين‌ خبري شبکه وايي د سپينې مانۍ يو جګپوړي چارواکي وېلي داسې شواهد یې موندلي چې ګواکې ايران په اسراییلو د بالسټيک توغنديو د بريد لپاره چمتو والی نیسي.

د سپینې مانۍ چارواکي زياته کړې چې په دې احتمالي بريد کې له اسراييلو کلک ملاتړ کوي، او وايي چې د اسرائیلو پر ضد د ایران مستقیم پوځي برید به د ایران لپاره سختې پایلې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version