د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپلو تازه څرګندولو کې ویلي چې د طالبانو موقت حکومت دې د خپلو سیاسي او نظامي مخالفینو په ګډون یو ګډوله حکومت جوړ کړي، د بشر حقونه دې پر ځای کړي او د ښځو په حقونو دې محدودیتونه لیرې کړي.

باید یادؤنه وکړم چې پاکستان تل د خپلو منافعو لپاره افغانستان د مرګ خولې ته تړلی او هغه پروپوزل چې د افغانستان دښمنانو سپارلی په پروژويي شکل یې دلته تکمیل کړی.

عجیبه ده! چې شهباز شریف د قومي انډول په حساب دلته حکومت غواړي، خو د دوی حکومت بیا سنديان، بلوچ او پښتانه له سیاسي ونډې محروم کړي یوازې د اقتدار لنګ یې پنجابیانو ته په تن کړی.

بلوچ ازادیخواه ملت چې کله د خپل حق نعره پورته کوي د دوی نظامي او مخفي ادارې یې ژوندي ژړانګه تري تم کړي، که پښتانه هم هلته د خپلو حقوقو غږ کوي له ورته برخلیک سره مخ کېږي، په همدې ترتیب سندی ملت هم در وشمېرﺉ.

د پاکستان حکومت په مذهبي فرقو کې هم له تعصب او توپیر څخه کار اخلي، د حکومت واک یې شعیه مذهبو سره دی، د حکومت مهمې چوکۍ یې پوځ رهبري کوي؛ همدا ډول ملکي حکومت یې هم د شعیه مذهب په انحصار کې دی، سنیان او اهلِ هنود یې ډېر محدود ساتلي، د دې برسېره بیا پاکستاني عیسوي او یهودي اقلیت ته لږ درناوی کوي او دا درناوی یې هم د انګلیس او امریکې له وېرې دی.

پاکستان یوځل بیا د تېر مقاومت قومندانانو ته بلنې ورکوي او د ځینو راپورونو په اساس د جمعیت او حزب قومندانان یې بللي او هغوی ته یې هلته پناه او امکانات برابر کړي.

دا کار یې د نوې نقشې له مخې کړی چې پاکستان غواړي د یوې بلې جګړې تنور ګرم کړي او نفع ترې دوی واخلي.

د کابل د فتحې په ورځ د شمال د جبهې او د وحدت ګوند مطرح قومندانان او سیاستوال لکه کریم خلیلي، میر رحمان رحماني، یونس قانوني، صلاح الدین رباني او محقق په طیاره کې سپاره او اسلام اباد کې ښکته شول.

بیا د شاه محمود قریشي په بدرګه صدارت ته یووړل شول تر ډېره همالته پراته وو چې بیا وروسته غرب ته سکورټ شول.

شهباز شریف د افغانستان حکومت ته په سپین سترګۍ د موقتې ادارې او موقت حکومت نوم ورکوي چې دا د افغانستان په ملي حاکمیت د ده صریح لفظي برید دی.

خو له ښه مرغه چې د پاکستان په خوله د افغانستان مسلمان او متدین ملت روژه نه ماتوي، ټول افغانان پوهېږي چې د نوموړي تحمیل شوې جعلي جغرافیې نیت زموږ لپاره څه دی؟که افغانان ځانونه له بلې پردۍ او مرګونې جګړې ژغوري د تل په څېر دې خپل اتحاد وساتي او د خپل نظام سیاسي، نظامي او فرهنګي ملاتړ ته دې ودانګي.

موږ د بل جنګ مستحق نه یو او په ټول قوت باید د شرارت ځالې ړنګې کړو، د شر او فساد شوم اهداف باید په نطفه کې خنثی شي.

پاکستان د بشر د حقونو په تړاو ډېره بدنامه ماضي لري، د بیان ازادي په کې دومره زندۍ ده چې ښکاره یې بلوچ او پښتانه ملتپال یو پر بل پسې ووژل.

د پښتنو او بلوڅو معدنونه باسي او د پنجاب، کراچۍ او اسلام اباد د فابریکو څرخونه پرې تاووي؛ ځايي پښتنو او بلوڅو داځل ورپسې تورې پورته کړي او په خپلو وسایلو د اختیار داعیه مخ ته وړي.

همدارنګه د ډېرو ناامنیو له وجې د پاکستان پښتانه نظامیان کرار کرار وسلې په ځمکه ږدي او له نظامي دندو سره مخه ښه کوي.پاکستان که خپلې ستونزې حل کړي دا به یې په خپل ولس لوی احسان وي موږ خپلې ستونزې خپله حل کولی شو.

زموږ په ټولنه کې حجره، دېره او جرګه هغه ظرفیت دی چې له ډېر پخوا یې لویې لویې معضلې حل کړي، زموږ ولس د جرګو او نرخونو په تول تر هر چا ښه پوهېږي؛ دلته د خبرې او منطق معیار او ظرفیت شته نو فلهذا یو بې ریښې او بې تاریخه جغرافیه کې پروت د بل په زور مست چارواکې دې په خبرو کې لږه ګوزاره وکړي.

ستاسې حیثیت خو ټول دغه وو چې زلمی خلیلزاد درته راغی او په درې شپو کې یې بسته حکومت در بدل کړ او ستاسو ټوله کابینه یې زندان ته واچوله؛ مه کوﺉ همغه خپلې کرلې ورېبئ، هماغه درته بس دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version