هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو د سید علم او امین الرحمن په نومونو د پاکستاني پوځ دوه جاسوسان له نیولو وروسته په مشروط ډول د سیمه‌ییزو قومي مشرانو په ضمانت خوشې کړي.

د سرچینې په وینا، یاد کسان په ترتیب سره په ټانک او جنوبي وزیرستان کې نیول شوي و، چې د خپلو دندو د پرېښودو ژمنې یې هم کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني طالبانو تېره ورځ د خيبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د يو هدفي برید په ترڅ کې د ودود په نوم د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې یو بل کارمند هم په هلاکت رسولی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version