Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سږکال په هېواد کې ۵۰۰ نوي خصوصي ښوونځي جوړ شوي
    افغانستان

    سږکال په هېواد کې ۵۰۰ نوي خصوصي ښوونځي جوړ شوي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش5 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنه وايي، په روان ۱۴۰۳ل کال کې د کابل په گډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ۵۰۰ ډېر خصوصي ښوونځي جوړ شوي دي.


    د یادې ټولنې رئیس عظیم میدانوال وايي، په ټول هېواد کې په خصوصي ښوونځیو کې شااوخوا یو نیم مېلیون زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.


    د میدانوال په خبره، سږکال کابو ۵۰۰ تر ۶۰۰ خصوصي ښوونځي په مرکز او ولایتونو کې جوړ شوي دي. په هغو سیمو کې چې له دې مخکې هېڅ خصوصي ښوونځی نه‌و، اوس د دغو ښوونځیو له جوړېدو سره سلگونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.


    که څه هم اوسمهال په هېواد کې خصوصي سکتور ته د روغتیا، لوړو زده‌کړو او پوهنې په برخه کې زمینه پراخه شوې ده؛ خو عام خلک غواړي چې د دولتي ښوونځیو سویې باید لوړې شي او د خصوصي ښوونځیو په شان په دولتي ښوونځیو کې هم زده‌کوونکي د اوسني عصر سره سم ورزول شي.


    په هېواد کې د دولتي ښوونځیو سویې ورځ تر بلې ټیټېږي. ښوونکي له زده‌کوونکو سره هغسې خواري نه کوي، کومه خواري چې په خصوصي ښوونځیو کې له زده‌کوونکو سره کېږي.
    په هېواد کې د عام غربت له امله ټول خلک نه‌شي کولی چې خپل بچیان په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي او یوازې هغه خلک خپل بچیان خصوصي ښوونځیو ته لېږي، چې ژوند یې لږ ښه وي.


    د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د خصوصي ښوونځیو د ۱۴۰۰ کال مالیه یې معاف کړې ده او یاد وزارت په هېواد کې د خصوصي ښوونځیو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.


    اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳ زره او ۵۰۰ خصوصي ښوونځي شته، چې له دې ډلې نږدې ۱۵۰۰ ښوونځي په کابل دي.

    مخکینۍ مقالهکلاین سفورډ سمېټ: پاکستان راسره د “عافیه صدیقي” او “محمد رحیم” په خلاصون کې هېڅ همکاري نه کوي
    راتلونکي مقاله حقاني: افغان ځوانان ښه استعداد او له خپل هېواد سره رښتینې مینه لري

    مربوطه لیکنې

    له بهرنيو جنګياليو سره د کندهار د والي د ناستې ادعا رد شوه

    2 اکتوبر 2026

    افغانستان او تاجکستان د برېښنا د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 اکتوبر 2026

    یوناما هم تائید کړه، چې د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي

    1 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 3 اکتوبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    2 اکتوبر 2026

    له بهرنيو جنګياليو سره د کندهار د والي د ناستې ادعا رد شوه

    2 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    2 اکتوبر 2026

    له بهرنيو جنګياليو سره د کندهار د والي د ناستې ادعا رد شوه

    2 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.