د هېواد د رياست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې پرون ماښام په تهران کې د افغان حکومت سفیر، افغان ډیپلوماتانو او د سفارت د کارکوونکو په ګډون له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي.

په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، چې د افغانستان پر ځان بسیا کول اسلامي امارت ته لومړیتوب لري او هڅه کوي چې په کور د ننه او بهر د هېوادوالو ستونزې حل کړي.

سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت اوس مهال په نړیواله او سیمه‌ییزه کچه مناسب ځای لري او په نږدې راتلونکي کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د اسلامي امارت رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.

د هغه په وینا؛ له ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو سره ښه تعامل او اړیکې د سوداګریزې راکړې ورکړې د ودې لامل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version